د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې علماوو او مشرانو د غور د ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د سیمهییزو مسولینو په هڅو خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د غور خلک په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت له مسولینو سره همکاري لري.
هغوی په یاد ولایت کې د سېلابونو له امله اوښتو زیانونو ته په اشارې د اسلامي امارت له رهبري او مسولینو غوښتي، چې د غور په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو جوړولو، د نښلوونکو لارو رغولو او د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د غور ولایت له علماوو او مشرانو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د امنیت تامین او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به خپل وس وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د وړاندیزونو په تړاو ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو پاملرنه ورته وکړي.