د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا جوزجان ته د سفر په ترڅ کې د شبرغان ښار اسلام جوی کلي کې د یوه ښوونځي پرانېسته وکړه.
د جوزجان د پوهنې ریاست مسولین وایي، چې په دې ولایت کې د همکارې موسسې په مالي همکارې د پوهنې برخه کې پینځه مهمې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.
مسولین زیاتوي، یادې پروژې د شبرغان ښار او د دې ښار په اسلام جوی کلي او اقچې ولسوالۍ کې پلې او بشپړې شوې دي.
سیمهییز اوسېدونکي د جوزجان پوهنې ریاست او همکارې موسسې له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ورته بنسټیزو پروژو د دوام غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته بېلابېلو برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.