ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان: تېرو ۴۵ ورځو کې له پاکستان څخه ۱۲۸ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اپریل له لومړۍ څخه د مې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې ۱۲۸ زره افغانان له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری يې په زور ایستل شوي دي.

یاد سازمان ویلي؛ له ۶۸ زره څخه زیاتو راستنېدونکو سره چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي؛ د سر سیوري، خوړو، روغتیايي چوپړتیاوو او ساتنې په برخه کې مرستې کړي او په وینا یې، راستېدونکي افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

اقتصاد وزارت بیا ډاډ ورکوي، چې د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو او ادارو سره په همغږۍ له بېرته راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو جلب او جذب لړۍ يې فعاله ساتلې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د زیاتو مرستو برابرولو ترڅنګ ژمن دی، چې د بیا مېشتېدنې په برخه کې هم هڅې زیاتې کړي.