ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف ټيلیفوني خبرې کړې دي.

په دې مکالمه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر قزاقستان د مرکزي اسیا مهم هېواد یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه، چې له رامنځته شویو ظرفیتونو څخه په استفادې باید دواړه هېوادونه د سیمې د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره ګډ کار ته ادامه ورکړو.

مولوي امیر خان متقي قزاقستان سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي او ګڼو برخو کې یې د همکاریو پراختیا ته خپله ژمنتیا تکرار کړې.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه د ښکېلتیا د زیاتوالي غوښتنه کړې، نوموړي همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکي‌ کې به په یو رسمي سفر کابل ته راشي.

ښاغلي نورتلیف څرګنده کړې، چې هېواد يې چمتو دی په افغانستان کې د تورغنډۍ-هرات ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړي.

په پای کې دواړو لوريو هوکړه کړې، چې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پرمختګ لپاره به اړیکې زیاتوي او د دواړو هېوادونو کاري ټیمونه به په کابل او استانه کې خبرو او کار ته دوام ورکوي.