ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۱۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۹۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷۵ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۳۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۸ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۲۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۲۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۱ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۱۲۵۸ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۶۲۴ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۵۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۳۶۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او  ۱۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له انګور اډې څخه اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

نوموړې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲۱ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۸۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۹۳۱ کورنۍ او څلور زره او ۴۳۳ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۱۴۱ کورنۍ او ۷۳۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۹۲۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۵۲۳ عدده