ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه او اوکراین د بندیانو د تبادلې او اوربند پر سر خبرو ته چمتو شوي

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې اعلان کړی چې له اوکراین سره د جنګي بندیانو د تبادلې او احتمالي اوربند پر سر د خبرو اترو د بیا پیل لپاره موافقې ته رسیدلي دي.

یاد اژانس زیاته کړې، دا له درې کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې دي.

د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر میډینسکي د استانبول د خبرو اترو تر پای وروسته د روسیې دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې دواړه لوري د ۱۰۰۰ – ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې او د راتلونکو خبرو د چوکاټ پر سر هوکړې ته رسیدلي دي.

ولادیمیر میډینسکي ويلي: “په عمومي توګه، موږ له پایلو راضي یو او چمتو یو، چې خبرو ته دوام ورکړو او په راتلونکو ورځو کې به د زرګونو بندیانو تبادله وشي.”

نوموړي زیاته کړې، چې اوکرایني لوري د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې، او روسیې دا غوښتنه جدي نیولې ده.

د راپورونو له مخې، دا به له ۲۰۲۲ کال راهیسې، چې روسیې اوکراین ته د لسګونو زرو سرتېرو د لېږلو عملیات پیل کړي وو، د جنګي بندیانو تر ټولو ستره تبادله وي.