د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۹۷ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۳۶ یې یوازې په خوندي اعلان شوې المواصي سیمه کې دي.
صهیونیستي رژیم پرون شنبه په غزه کې د نویو پوځي عملیاتو اعلان کړی او په وروستیو څو ورځو کې یې ګڼ مرګوني بریدونه کړي، چې لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
سربېره پر دې اسرائیلي اشغالګرو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، اوبو، درملو او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې، چې اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د غزې له کلابندۍ څخه تر دې دمه لږ تر لږه نیم میلیون فلسطینیان له شدیدې لوږې سره لاس او ګریوان دي.
اسرائیلي یرغلګر په غزه کې خوراکي توکي د وسلې په توګه کاروي او اوسېدونکي یې د خوړو د کمښت او لوړو بیو له امله په سختۍ یو وخت خواړه پیدا کوي.
د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له زیاتوالي سره سم په دوحه کې د غزې د اوربند په تړاو یو ځل بیا خبرې اترې پيل شوې دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۲۷۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۰ زره او ۶۷۳ نور ټپیان شوي دي.