ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کډوالو چارو وزارت: د راستنېدونکو کډوالو د سمبالولو لپاره اړین چمتووالی نیول شوی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ایران کې مېشتو افغانانو څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د ایران د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، چې دوی د یاد هېواد له چارواکو سره له ایران څخه د یوه میکانیزم له مخې د افغان کډوالو د باعزته راستنېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په وروستیو څرګندونو کې د دې هېواد له کورنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې کډوالو ته د کار زمینې برابرې شوې دي او د حکومت د مرستو لویه برخه د هغوی د خدماتو په وړاندې کولو کې لګول کیږي.

په ورته وخت کې اقتصاد وزارت، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمېټې مسولیت لري؛ د خیریه موسسو له مسولینو سره په یوه غونډه کې له هغوی غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ایران د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو په ډله کې دی چې له لسیزو راهیسې له څلورو میلیونو څخه د زیاتو افغانانو کوربه توب کوي.