د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت او مل پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لهپاره د کاري ټیمونو د استولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت، کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت او د مالیې وزارت له پلاوو سره لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال ښاغلي نصرت، په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د هویت د ثبیت او د نفوسو د احوالو ثبت اړوندو خدمتونو وړاندې کول، د دې ادارې له لومړیتوبونو یاد کړل.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه ، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې او ډېر ژر به یاد هېواد ته واستول شي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوالو ثبت په برخو کې د هېواد په کچه د یوې معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.