د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر ویلي هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی.
د ايران ولسمشر دواړه هېوادونه ښه ګاونډيان بللي او ویلي یې دي، چې هېواد يې چمتو دی په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.
مسعود پزشکيان همداراز د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي ټینګار کړی او افغان کډوالو ته يې د اسانتياوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، چې مولوي امیرخان متقي د ایران له ولسمشر غوښتي چې د افغان کډوالو ستنولو بهیر باید په تدریج ترسره شي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو په نږدې همکاريو ټینګار کړی او د سوداګرۍ، او سیاسي اړیکو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان کډوالو د ستنولو بهير د تدریج غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د خپل سفر په ترڅ کې دغه راز له خپل ایراني سیال ډاکټر سید عباس عراقچي سره هم لیدنه کړې او په ګڼو برخو کې يې د همکارۍ ترڅنګ د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی اړین بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د اوبو پر مسایلو خبرې کړې دي.