ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

صهیونیستي رژیم غزې ته د ځینو خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي

صهیونیستي رژیم پرون (یکشنبه) اعلان کړی، چې غزې ته د ځینو خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي. لا تر اوسه روښانه نه ده، چې څه وخت به دې توکو ته د لېږد اجازه ورکړل شي.

دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې په شمال او سویل کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له نږدې درېیو میاشتو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې ده. په دې تړانګه کې مېشت فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

مرستندویه ادارو په غزه کې د شدیدې لوږې او قحطۍ خبرداری ورکړی او سملاسي یې دې تړانګې ته د بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې ده.

اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي. په دې بریدونو کې یوازې له نن سهار راهیسې لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي. دغه‌راز پرون یکشنبه هم ۱۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسرائیلو یرغلګرو د غزې په شمال کې یوازینی فعال “اندونیزیا” روغتون هم کلابند کړی او شاوخوا ۵۵ کسان بند پکې پاتې دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په شمال کې ټول درې دولتي روغتونونه له فعالیته لوېدلي او صهیونیستي اشغالګرو په سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.