د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رییس ښاغلي دیوید هیل سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم او یو شمېر رییسانو ګډون درلود.
لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د اوبو او انرژۍ د پروژو د پلي کولو، په ځانګړې توګه د هغو نیمګړو پروژو د بیا پيل په اړه، چې پخوا د اسیا پراختیایي بانک لهخوا تمویل شوې وې، خبرې کړې دي.
ملا عبداللطیف منصور د کابل او کندهار ښارونو د اوبیزو سرچینو د کمښت یادونه کړې او له یاد بانک څخه یې د کابل – پنجشیر د اوبو لېږد، د شاهتوت-للندر ذخیروي بند او د کندهار د دهلې بند د پراختیا پروژو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په هېواد کې د انرژۍ پراختیا ته په اشارې سره، په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک له عمومي رییس غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ بیا پیل کړي.
په ورته مهال د اسیا پراختیایي بانک عمومي رییس ژمنه کړې، چې چمتو دی، څو د افغانستان له اوبو او انرژۍ وزارت سره د پراختیایي پروژو په برخه کې خپلې همکارۍ له سره پیل کړي.