مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې د دې وزارت له لوري د نړیوال بانک له استازو سره د دوامدارو اړیکو او خبرو په پایله کې، نړیوال بانک په کابل کې خپل دفتر پرانیست.
اعلامیه زیاتوي، اوس دغه بانک په بشپړه توګه دې ته چمتو دی چې په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې عملي لړۍ پیل کړي.
نړیوال بانک په افغانستان کې له لوجیستیکي او رغنیزو شرکتونو څخه، د تثبیت شویو ارقامو له مخې، ۵۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.
دغه تثبیت شوی پور به په څلورو پړاوونو کې له مالیې وزارت سره په همغږۍ، اړوندو شرکتونو ته ورکړل شي.
یاد وزارت وايي، نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې چې نن پیلېږي، ۱۰.۸ میلیونه ډالر په مستقیم ډول شرکتونو ته ورکړي او پاتې ۳۹.۱۱ میلیونه ډالر به په درېیو پړاوونو کې د مالیې وزارت له لارې ورکړل شي.
مالیې وزارت د نړیوال بانک له لوري د پورونو د ورکړې پروسې پیلېدل یو ستر مالي پرمختګ بولي او وايي، چې له دې سره به پراختیايي پروژې پیل شي، خلکو ته به کاري فرصتونه رامنځته شي او د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په برخه کې به مثبتې پایلې ولري.