د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د بن د نړیوالو شخړو مطالعې مرکز لوړپوړې څېړونکې ډاکټرې کاتیا مایلکي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي حنیف د هېواد د اقتصادي وضعیت، لویو اقتصادي لاسته راوړنو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بېوزلۍ کمولو، دوامداره اقتصادي ثبات او پراختیایي پلانونو په اړه خبرې کړې دي.
ورتهمهال ډاکټرې کاتجا مایلکي، د اسلامي امارت اقتصادي لاستهراوړنې او د بېلابېلو سکتورونو لپاره د پرمختیايي پلانونه مهم بللي او ډاډ یې ورکړی، چې د خپلو څېړنو پایلې او موندنې به د واقعي حالاتو په نظر کې نیولو سره له یاد مرکز سره شریکې کړي.