ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان او ایراني پلاوي تر منځ په دوغارون سرحد کې غونډه؛ د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لړۍ پر زیاتېدو ټینګار شوی

په لویدیځ زون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت‌الله فیضان په مشرۍ یوه پلاوي د ایران د خراسان رضوي ولایت په دوغارون ګمرک کې د یاد ولایت د ترانسپورټ ریاست په نوښت جوړه شوې سرحدي غونډه کې ګډون کړی.

دا غونډه د ترانسپورټي ستونزو د حل، لګښتونو د کموالي او سوداګریزو فعالیتونو ته د لا نورو اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړه شوې وه.

په یاده ناسته کې افغان پلاوي د باروړونکو موټرو د تګ راتګ لړۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی.

ایراني اړخ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو زیاتولو او ستونزو ته پر وخت رسېدنې لپاره د دوامداره سرحدي غونډو جوړېدو غوښتنه کړې ده.