د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان ولایت د لوی او واړه پامیر ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې محمدرسول د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د یادې ولسوالۍ د ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د امنیت په ټنیګښت او د زیربناوو جوړولو کې د سیمه ییزو مسولینو هلې ځلې ستایلي او ځینو اړتیاوو ته په اشارې یې له مسولینو وغوښتل، چې په یاده ولسوالۍ کې د پراختیایي چارو لکه مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي روغتونونو جوړولو او د مخابراتي خدماتو فعالولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت اړوند ارګانونه شپه او ورځ د هېواد په ټولو برخو کې د امنیت په ټینګښت، ټولنیزې هوساینې برابرولو او د پراختیایي چارو د پلي کولو هڅې کوي.
همدارنګه نوموړي د هغوی د وړاندیزونو په اړه زیاته کړه، چې اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام یادو برخو ته رسېدنه او اړین اقدامات وکړي.