د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسولینو لخوا د پکتیا مرکز ګردېز په شمول څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا دغو پروژو کې دوه استنادي دېوالونه، درې د اوبو کانالونه او یو لوی سربند شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
دغهراز د سیمې اوسېدونکي د دې پروژو په پیل کېدو خوښ دي او وایي، چې په بشپړېدو سره به یې د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې به له یوې خوا ګڼ شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي او له بلې خوا به زرګونه کسان ترې ګټه واخلي.

