ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسولینو لخوا د پکتیا مرکز ګردېز په شمول څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

د مسوولینو په وینا دغو پروژو کې دوه استنادي دېوالونه، درې د اوبو کانالونه او یو لوی سربند شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه‌راز د سیمې اوسېدونکي د دې پروژو په پیل کېدو خوښ دي او وایي، چې په بشپړېدو سره به یې د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې به له یوې خوا ګڼ شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي او له بلې خوا به زرګونه کسان ترې ګټه واخلي.