ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر: د برېښنا لګښت پیسې باید پر وخت ورکړل شي، تر څو خدمتونه پیاوړي او دوامدار پاتې شي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر له صنعت‌کارانو سره په یوه ګډه ناسته کې صنعت د هېواد د اقتصاد ملا تیر بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د برېښنا منظم وېش، د تخنیکي زیانونو مخنیوی او د صنعتي کارخونو ترانسفارمرونو مناسب تنظیم باید جدي ونیول شي.

ډاکټر عبدالباري عمر همداراز ویلي، چې د برېښنا لګښت پیسې باید پر خپل وخت تحویل شي، د برېښنا خدمتونه پیاوړي او دوامداره پاتې شي او د هېواد صنعت ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د صنعتي کارخونو اړوند نا انډوله ترانسفارمرونو له امله د برېښنا تجهیزاتو د تخریب او تخنیکي ستونزو یادونه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې ټول صنعت‌کاران باید له خپلو کارخونو او اړتیاوو سره سم ژر تر ژره خپل ترانسفارمرونه د برېښنا شرکت له ټاکل شویو تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم تنظیم کړي، ترڅو هم د تجهیزاتو خوندیتوب تامین او هم د برېښنا منظم وېش ته زمینه برابره شي.

ښاغلي عمر ویلي، چې صنعتي کارخونو ته به د اوړي په موسم کې برېښنا د نویو تنظیم شویو وختونو له مخې وېشل کیږي، ځکه د هستوګنیزو برخو پېرېدونکو اړتیاوې لوړې شوې دي.

دغه‌راز د صنعت کارانو استازو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ د هر اړخیزو همکاریو مننه کړې، خپل اړوند وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د برېښنا لګښت پیسې به پر وخت تحویلوي.  

د یادونې وړ ده، چې د اوړي په موسم کې د هستوګنیزو برخو پېرودونکو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو په موخه د ولایتونو او صنعتي کارخونو د برېښنا وختونه تنظیم شوي او د تره‌خېلو د ۱۰۵ مېګاواټه حرارتي برېښنا دستګاه فعاله شوې ده.