د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر له صنعتکارانو سره په یوه ګډه ناسته کې صنعت د هېواد د اقتصاد ملا تیر بللی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د برېښنا منظم وېش، د تخنیکي زیانونو مخنیوی او د صنعتي کارخونو ترانسفارمرونو مناسب تنظیم باید جدي ونیول شي.
ډاکټر عبدالباري عمر همداراز ویلي، چې د برېښنا لګښت پیسې باید پر خپل وخت تحویل شي، د برېښنا خدمتونه پیاوړي او دوامداره پاتې شي او د هېواد صنعت ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د صنعتي کارخونو اړوند نا انډوله ترانسفارمرونو له امله د برېښنا تجهیزاتو د تخریب او تخنیکي ستونزو یادونه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې ټول صنعتکاران باید له خپلو کارخونو او اړتیاوو سره سم ژر تر ژره خپل ترانسفارمرونه د برېښنا شرکت له ټاکل شویو تخنیکي ځانګړتیاوو سره سم تنظیم کړي، ترڅو هم د تجهیزاتو خوندیتوب تامین او هم د برېښنا منظم وېش ته زمینه برابره شي.
ښاغلي عمر ویلي، چې صنعتي کارخونو ته به د اوړي په موسم کې برېښنا د نویو تنظیم شویو وختونو له مخې وېشل کیږي، ځکه د هستوګنیزو برخو پېرېدونکو اړتیاوې لوړې شوې دي.
دغهراز د صنعت کارانو استازو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ د هر اړخیزو همکاریو مننه کړې، خپل اړوند وړاندیزونه یې ورسره شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د برېښنا لګښت پیسې به پر وخت تحویلوي.
د یادونې وړ ده، چې د اوړي په موسم کې د هستوګنیزو برخو پېرودونکو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو کولو په موخه د ولایتونو او صنعتي کارخونو د برېښنا وختونه تنظیم شوي او د ترهخېلو د ۱۰۵ مېګاواټه حرارتي برېښنا دستګاه فعاله شوې ده.

