ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: هڅه کوو یو شمېر هېوادونو ته ماهر کاریګر په قانوني توګه واستوو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري کابل کې له نشه يي توکو څخه د رغېدلو لپاره د حرفې او فن زده کړې پینځمه او د پراختیايي پروژو لومړۍ دوره پرانیستل شوه.

دغه وزارت ویلي، چې په یاده دوره کې به ۸۰۰ له نشه يي توکو رغېدلو کسانو ته د فن او حرفې په برخه کې د زده کړو زمینې برابرې شي.

یاد وزارت زیاته کړې، هڅه کوي یو شمېر هېوادونو ته ماهر کاریګر په قانوني توګه واستوي.

همدارنګه له نشو رغېدلي کسان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د یاد پروګرام هرکلی کوي او په شته وخت کې یې ګټور بولي.

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، له نشه‌یي توکو رغېدلو څه باندې شپږ زره کسانو ته د فن او حرفو په برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.