ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل او تهران تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست رییس محمد رفیع عظیمي په کابل کې د ایران له سفیرعلي رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو د ګډو اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار کړی او ایراني لوري ته یې د افغانستان د صنعت او کانونو د پینځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

له بل لوري علي‌رضا بېکدلي همداراز د افغانستان او ایران ترمنځ د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ایران خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې، د پام وړ پرمختګ کړی او چمتو دی خپلې تجربې او تخصصونه له افغان پانګوالو او خصوصي سکټور سره شریکې کړي او په یاد نندارتون کې هم ګډون وکړي.