د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري کابل کې له نشه يي توکو څخه د رغېدلو لپاره د حرفې او فن زده کړې پینځمه او د پراختیايي پروژو لومړۍ دوره پرانیستل شوه.
دغه وزارت ویلي، چې په یاده دوره کې به ۸۰۰ له نشه يي توکو رغېدلو کسانو ته د فن او حرفې په برخه کې د زده کړو زمینې برابرې شي.
یاد وزارت زیاته کړې، هڅه کوي یو شمېر هېوادونو ته ماهر کاریګر په قانوني توګه واستوي.
همدارنګه له نشو رغېدلي کسان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د یاد پروګرام هرکلی کوي او په شته وخت کې یې ګټور بولي.
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې شپږ زره کسانو ته د فن او حرفو په برخو کې زدهکړې ورکړل شوې دي.

