ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

که څه هم چې افغانستان او پاکستان په سیمه کې دوه ګاونډي سوداګریز ملګري هېوادونه دي، خو په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري افغان سوداګرو ته د ځینو ستونزو له رامنځته کولو وروسته د دواړو تر منځ د سوداګرۍ کچه ټيټه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبره، د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړيو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۲۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پنبه، د ډ‌برو سکاره، تالک، ممیز، مۍ او سبزیجات صادر او له یاد هېواده بیا د ۷۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

یو شمېر سوداګر بیا وايي، چې که پاکستان سوداګري له سیاست بېله، پر افغان توکو ګمرکي تعرفه کمه او په ګمرکونو کې دواړه لوري سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ځانګړې کمېټې جوړې کړي د سوداګرۍ کچه لا لوړېدلای شي.

افغانستان له پاکستان سره د تورخم، غلام خان او سپین بولدک له لارې د سوداګرۍ ترڅنګ د کراچۍ او واګه بندرونو له لاري ترانزیټ کوي، خو ډېری وخت پاکستان په دې بندرونو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري ټکنۍ کېږي.