ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوی اختر په مناسبت هېواد کې څلور کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د عرفې ورځې او د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت په هېواد کې څلور کاري ورځې عمومي رخصت دی.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، دغه رخصتي د غبرګولي میاشتې له ۵مې نېټې څخه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۹مې نېټې پورې به دوام ومومي.

په اعلامیه کې راغلي، چې ټولې ادارې او بنسټونه د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته، د غبرګولي له لسمې، یکشنبې ورځې څخه خپل رسمیات په عادي ډول پیلوي.