ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی: د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مسلمانو ملتونو دردونه او هیلې منعکس کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) له رییس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ګډون درلود.

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت په استازولۍ، شیخ ډاکترمحمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان ته ستاسې سفر او دلته مو شتون اسلامي امارت او افغان ملت ته ویاړ او د خوشحالۍ ځای دی.

نوموړي په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د فساد مخنیوي، د زورواکۍ او ګډوډۍ ختمولو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نشه یي توکو کښت، د تولید او قاچاق د منع کولو، د یتیمانو کفالت، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې او د زېربنایي او پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت په قاطعیت سره د هر هغه چا پر وړاندې چې غواړي د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي ولاړ دی او د متقابل درناوي او د نورو په چارو کې د نه مداخلې له لارې د نړۍ له ټولو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري اخراج پروسې او د اسلامي امارت له لورې د دې پروسې د بریالي مدیریت په اړه معلومات ورکړي او له کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه یې غوښتي، چې د بل هر وخت په پرتله دې په دې برخه کې خپل انساني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د خوارجو او اهل فتنې ریښه قطع کړي او د هغوی له منحرفو افکارو سره یې له امنیتي او فکري اړخونو مقابله کړې او پناه ځایونه یې لمنځه وړي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان یو پرمختللی اسلامي او نړیوال بنسټ دی او د دولتونو او ملتونو ترمنځ د دوستۍ او رغونکې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي، غوښتنه کړې، ترڅو په دې حساسو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.

شیخ دوکتور محمد بن عبدالکریم العیسی ویلي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د مسلمانو ملتونو دردونه او هیلې منعکس کوي او تر چتر لاندې یې د اسلامي امتونو د بېلابېلو مذهبونو علما راټول شوي دي.

نوموړي افغانستان ته په خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنې خوښي ښودلې او ویلي یې دي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کې دا زموږ دنده ده، ترڅو خپلو ورونو ته د مرستې او همکارۍ لاس ورکړو او دغه سازمان ستاسو او تاسو د هغه یاست.

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس ویلي، تېر کال په روژه کې، “د اسلامي مذاهبو ترمنځ د ارتباطي پلونو جوړولو” تر عنوان لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د شتون او په یاد کنفرانس کې د هغوی د وینا شاهدان وو.

ښاغلي العیسی زیاته کړې، دا سازمان عالي مجلس او نړیوال فقهي مجمع لري، چې د اسلام په تاریخ کې یوه له لرغونو فقهي مجامعو څخه ده.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ويلي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان په افغانستان کې له خپلو ورونو سره ښو اړیکو ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت رهبري ته د لوی خدای تعالی له دربار څخه د برکت او بریالیتوب دعا کوي.