د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم “صدر” د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا فراه ته سفر کړی او هلته یې د نظامي او ملکي مسولینو، علماوو او قومي مشرانو سره ځانګړې غونډه کړې ده.
د فراه والي مولوي غوثالدین “رهبر” ښاغلي ابراهیم صدر او د مل پلاوي تود هرکلی کړی، د ولایت امنیتي وضعیتیې ډاډمن بللی او څرګندهیې کړې یې ده، چې دا مهال په فراه کې عمومي امنیت، ثبات او نظم حاکم دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې امنیتي ادارې فعالې دي، هیڅ ډول ستره امنیتي یا اداري ستونزه نشته او ټول مسولین په اخلاص، ژمنتیا او بېدریغه هڅو د خلکو په خدمت بوخت دي.
ښاغلي رهبر ویلي، فراه ولایت کشفي او امنیتي ادارې شپه او ورځ په کار بوخت دي، ترڅو ولس د امن، ثبات او خدمت احساس وکړي.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم “صدر” د اسلامي نظام د ارزښتونو او د ولس د همکارۍ پر اهمیت خبرې کړي او ویلي یې دي، اسلامي نظام د الله جل جلاله ستر نعمت دی، چې د شهیدانو د وینو، د مجاهدینو د قربانیو او د ولس د دعاګانو په برکت رامنځته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي نظام د هر مسلمان شرعي، ایماني او ملي وجیبه ده. دا نظام د ولس لپاره دی، د ولس د عزت، امن او ثبات لپاره ټینګ شوی او هر مجاهد باید د ولس سره د نرمښت، ورورګلوي او د اسلامي اخلاقو پر بنسټ چلند وکړي.
ملا محمد ابراهیم “صدر” د امنیتي ځواکونو یونیفورم د اسلامي امارت د وقار، اطاعت او انضباط نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې امنیتي ځواکونه باید د ولس خدمت ته ځان وقف کړي، نه د زور او تحکم د ښودلو لپاره.
دغهراز ملا عبدالحق “همکار” د نشهيي توکو کر، تولید، قاچاق او استعمال ستره ګناه بللې او دا یې د اسلامي امت د تباهۍ یوه وسیله ګڼلې ده.
نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې واضح او کلک دریځ لري، ځکه دا مواد د نسلونو، کورنیو او ټولنې د بربادۍ لامل ګرځي.
ښاغلي همکار ټینګار کړی، چې د نشهيي توکو پر واړندې به دا مبارزه تر هغه دوام ولري، څو دا فتنه له هېواده په بشپړه توګه ختمه شي.
همدارنګه په غونډه کې له ولس، علماوو، قومي مشرانو او مسولینو سره د امنیت، همکارۍ، عامه همغږۍ او د فساد د مخنیوي پر اړینو ټکو هم خبرې شوې دي.

