د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د هندوسان لپاره د تېرې ادارې له وروستي سفیر فرید ماموندزي سره په کتنه کې ویلي، چې اسلامي نظام د هر هېوادوال د امنیت ساتونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانانو یووالی او د هېواد بیارغونه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، د اسلامي امارت له عمومي عفوې څخه وروسته له هېچا څخه د تېرو کړنو پوښتنه نه کېږي.
ورتهمهال ښاغلي ماموندزي د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او په افغانستان کې اوسني مثبت بدلونونه یې د راتلونکي لپاره مهم بللي دي.

