د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې ولسي جرګې او غونډې له لارې د لوګر او بامیانو ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني او شخړه د وروستۍ هوکړې او بخښنې وروسته پای ته ورسېده.
کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د قومي شخړو د هوارۍ او د ټولنې د یووالي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ورته مهال، ګډونوالو د اسلام له نظره د سولې او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار کړي او د مقتول له کورنۍ یې د زغم او بخښنې له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په غونډه کې د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي، د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي، د لوګر او پکتیا مرستیال والیانو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسي خلک ګډون درلود.

