د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دوې پروژې پرانیستې.
په دغو پروژو کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د تدریسي روغتون لپاره د روغتیایي تجهیزاتو پېرل او د یوه محراب جومات جوړول شامل دي.
شیخ ندا محمد ندیم د یاد پوهنتون استادانو او محصلینو ته په وینا کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا ټینګار کړی او سپارښتنه یې کړې، چې د خپلو زدهکړو موخه دې د الله تعالی رضا او د اسلامي ټولنې خدمت وي.

