د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د تدارکاتي پروسو د شفافیت او چارو د ژر ترسره کولو، د درملو د بیو کنټرول، د بې کیفیته درملو مخنیوي او داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي د ریاستونو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د درملو په برخه کې داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د بې کیفیته درملو مخنیوي، تدارکاتي پروسو د شفافیت او د چارو ژر ترسره کولو په اړه اړینې سپارښتنې کړې، تر څو داخلي تولیدات تقویه، شفافیت رامنځته او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.
سربېره پر دې د شفري نسخو د جدي څارنې او د Comprehensive ازموینې د پایلو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث شوی او پرېکړه شوې، چې د درملو په پېرلو کې باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د دولتي روغتونونو د اړتیاوو ارزونه وشي او اړین توکي او تجهیزات دې ورته وپېرل شي. دغهراز له اړتیا پرته دې له دولتي روغتونونو څخه د ناروغانو د راجع کولو جدي مخنیوی وشي.

