ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم په تېرو څو ورځو کې د غزې ښار له زرو ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه پر غزه ښار د اسرائیلي رژیم د یرغل له پیل راهیسې په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

دې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د دوام او کلابندۍ له امله په دې سیمه کې د ژغورنې عملیات ځنډېدلي او د بشري مرستو د لېږد مخه نیول شوې ده.

د خبرپانې له مخې، د ژغورنې ډلو د خلکو د ورکېدو ګڼ راپورونه تر لاسه کړي، خو په رسېدنه نه دي توانېدلي. د دې تر څنګ روغتونونو د بریدونو د تلفاتو له امله ډک شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې: “په غزه کې، که په شمال یا سویل کې وي، هېڅ ځای خوندي نه دی. په دې تړانګه کې بریدونه دوام لري، ملکي خلک په کورونو، پناه‌ځایونو او ان تر دې، چې د بې‌ځایه کېدو په کمپونو کې په نښه کېږي.”

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د بشپړ نیولو د پلان عملي کولو په موخه په دې سیمه کې پراخه پوځي عملیات پيل کړي او نږدې یو میلیون فلسطینیان یې اړ کړي، چې سویل ته کډوال شي.

په غزه کې د تحمیل شوې پراخه لوږې او خوارځواکۍ تر څنګ اسرائیلي یرغلګر خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون یکشنبه یې ۵۱ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

په شهیدانو کې ۲۴ یوازې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي او ۲۷ نور د غزې په ښار کې شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ د غزې روغتیا وزارت وايي، چې ۸ نورو فلسطینیانو هم د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی. په غزه کې تر دې مهاله د ۱۱۵ ماشومان په شمول ۲۸۹ کسان د لوږې له امله شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۶۲ زره او ۶۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۷ زره او ۶۷۳ نور ټپيان شوي دي.