د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پینځمه غونډه وشوه، چې پکې پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د هېواد په ځینو فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو د جوړولو لپاره اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، څو په دې تړاو ناسته وکړي، د ځمکو د لېږد پروسه ګړندۍ او د منظورۍ لپاره یې د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي.
همداراز ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې پراختیایي پروژو ته لا زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو خلکو ته کار زمینه برابره او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.
یاده غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د وروستۍ (۳) شمېرې، ۱۴۴۷/۲/۲۵ نېټې فرمان په اړه هم کمېټه وګمارل شوه، چې د ودانیو د کارونو پیلېدو پروسې اړوند دې کلکه پاملرنه وشي؛ تر څو خلک وکولی شي ژر د خپلو ودانیو جوړولو پروسه طی مراحل کړي، چې یاده پروسه له میاشتو څخه ورځو ته را لنډه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

