ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې د زړو قرانکریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرانکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دې وزارت د وزیر شیخ نور محمد ثاقب په مشرۍ یوه طرحه جوړه شوې، چې له مخې به یې زاړه قرانکریمونه، پارې او نور دیني کتابونه راټول د “اوقافي ملکیت” په توګه ثبت او وساتل شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د هېواد په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغو ځایونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه کړې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قرانکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د ساتنې او حفاظت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه دایر شي، ترڅو يې خلک په هکله د بې اعتنايۍ له وجې په بې حرمتۍ او ګناه کې ښکېل نه شي.

د یادونې وړ ده، یاد قرانکریمونه او دیني کتابونه چې پاڼې یې زړې او لوستل یې ستونزمن شوي وي، د ولایاتو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو لخوا په ځانګړو جوماتونو کې له اېښودل کېدونکو صندوقونو څخه راټولېږي او ټاکل شویو ځایونو ته به انتقالېږي، چې د ټاکل کېدونکو متولیانو له لوري به يې له هر ډول بې حرمتۍ څخه د ساتنې په موخه په دوامدار توګه څارنه کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي، چې له عملي کېدو سره به یې د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قرانکریمونو، دیني کتابونو او مقدسو پاڼو د ساتنې واحد او منظم جریان رامنځته شي.