ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزیر د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا تاتارستان ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د امارتي شرکتونو د لوی رییس مولوي احمد جان بلال په ګډون د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي پلاوي تاتارستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده، چې ښاغلی وزیر به په دې سفر کې د تېلو او ګازو د صنعت د راتلونکي پراختیا، نوښتګرو لارو چارو غونډه کې ګډون وکړي.

 همداراز به یاد پلاوی د کازان ښار د تېلو، ګازو او کیمیا نندارتونونو څخه د لیدنې سربېره د تاتارستان له لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او د بېلابېلو صنعتي کارخونو او پروژو څخه به هم لیدنه وکړي.