د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې ګڼې کړنې او لاستهراوړنې لري، چې په لاندې توګه یې مهمو ته کتنه کوو.
– په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان د نوښتونو مرکز رامنځته کول او په دې مرکز کې په ملي او نړیواله کچه د چټک تلونکي موټر جوړول د یادې ادارې له مهمو لاستهراوړنو څخه ګڼل کېږي.
– د افغانستان د نوښتونو په مرکز کې اوسمهال ۷۵۰ نوښتګر ثبت شوي دي.
– د افغانستان د نوښتونو په مرکز کې د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۲ کې نندارتون جوړ شوی، چې له یو زر او ۲۷۰ ډېرې پروژې نندارې ته پکې وړاندې شوې دي.
– په ۱۴۰۳ کې د کابل په بادام باغ کې یو بل نندارتون جوړ شوی، چې له ۳۷۱ ډېرې پروژې نندارې ته پکې وړاندې شوې دې.
– د CNC ،PLC و GIS څانګې جوړې شوې او دې دوو کلنو روزنیزو دورو ته د کار بازار له اړتیا سنجولو سره سم روزنیز نصاب جوړ او تدوین شوی دی.
– د یادې ادارې د زدهکړو په مرکزونو کې د څانګو ارزونه یوه بله لاسته راوړنه ده.
– د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د اسلامي امارت مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې روزنیز یو نیم کلن پروګرامونه پیل کړي، چې همدا اوس له ۳۷ زره او ۷۵۰ ډېر مجاهدین په مرکز او ولایتونو کې په زدهکړو پکې بوخت دي.
– د یادې ادارې روزنیزو مرکزونو ته ۳۸۰ زره کتابونه او ۳۷ زره او ۵۰۰ درسي توکي چاپ شوي دي.
– د ۴۷ مسلکي برخو په ۶۰۵ درسي ټولګیو کې له ۱۵ زره ډېرو کسانو ته د لنډ وخت مسلکي زدهکړې ورکړل شوې دي.
– د لنډ وخت مسلکي ۹۰ برخې پېژندل شوې؛ په تخار، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هلمند، روزګان او غور کې د ځانګړو زدهکړو ۷ لیسې جوړې شوې؛ په نورستان او میدانوردګو کې دوه انسټیوټونه جوړ شوي؛ د جوزجان په قوشتیپه ولسوالۍ، سرپل او روزګان کې درې مسلکي لیسې جوړې شوې دي.
– په دې موده کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې یوه ټیم د چین د ‘کمربند او لارې’ په نړیوالو سیالیو کې، چې د ۶۱ هېوادونو تر منځ شوې، د روباټیک په برخه کې څلورم مقام خپل کړی دی.

