د امریکا د کانګریس استازي روخانا وروسته له هغې چې ټرمپ وویل، فکر کوي د غزې جګړه به تر راتلونکو درې اونیو پای ته ورسیږي، له اسرائیلو د امریکا پر ملاتړ سخته نېوکه کړې.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، غزه کې جګړه هغه مهال پای ته رسیږي چې امریکا اسرائیلو ته د نظامي وسلو ورکړه ودروي او د فرانسې، کاناډا، بریتانیې په ګډون د ۱۴۷ هېواد په څېر فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
د امریکا د کانګریس استازي زیاته کړې: «ټرمپ تل وایي، چې د غزې جګړه به پای ته ورسیږي، مګر نتانیاهو ته سپین لاسلیک شوی چک ورکوي.»
امریکا پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راهیسې صهیونیستي رژیم سره د لسګونه میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرستې کړي او دغه راز د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د نورو نړیوالو بنسټونو د هڅو او د فلسطینیانو د حقونو نقض له امله د اسرائیلي رژیم د ځواب ورکولو په برخه کې خنډ جوړ کړی دی.

