ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د چاپېریال او دوامداره پراختیا علمي سیمینار جوړ شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او خاتم النبیین پوهنتون په ګډه همکارۍ تېره ورځ سه شنبه د ۱۴۰۴کال د سنبلې په څلورمه نېټه “د چاپېریال او دوامداره پراختیا” تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شوی و، چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص، د دې ادارې یو شمېر رییسانو او کارپوهانو، د پوهنتون استادانو، د رسنیو استازو او محصلینو ګډون کړی وو.

یاد علمي سیمینار کې د خاتم النبیین پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس عبدالبصیر نبي زاده ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د پوهنتونونو د رول او ونډې په تړاو هر اړخیزه وینا کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هر اړخیزې خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د ډول، ډول ممنوعه او کیمیاوي وسلو کارولو له امله زموږ هېوادوال ډیر زیات متضرره شوي او په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له بلې خوا اقلیمي بدلون هم افغانستان ډېر اغېزمن کړی، حال دا چې افغانستان پکې هېڅ ونډه نه لري.

ښاغلي خالص ويلي، د هېواد په لویو ښارونو کې په نا منظمه او غیر پلاني توګه د ښارونو پراختیا هم ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي، چې د حل لپاره یې باید ټول په ګډه لاس په کار شو.

نوموړي زیاته کړې، موږ د انسانانو په حیث دوامداره پراختیا ته اړتیا لرو چې دا مو هم ضرورت او هم امانت دی، موږ باید هم خپل ضرورتونه او هم راتلونکي نسل ته سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس له استادانو او محصلینو غوښتي، چې له فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي او د چاپېریال ساتنې، علمي څېړنو او د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې دې له امارتي ادارو سره همکاري وکړي.

دغه‌راز د سیمینار په لړ کې د پوهنتون د استادانو او د دې ادارې د کارپوهانو لخوا د بېلابېلو چاپېریالي مسایلو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شوي دي.