د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۲ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰۸ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۱۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۰۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۰۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۱۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه و، هرات، هلمند، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۶۲ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۲ کورنیو سره ټولې ۶۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۴۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۱۰۸ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۸۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۵۴ تنه و، کندهار، هلمند، غزني، زابل، نیمروز او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۵۲۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۰ کورنیو سره ټولې۴۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱۲۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۷۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۶۳۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۶۷۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱۱ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه ،۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۹۵ کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۷۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۴۷۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره ټولې ۲۲ زره او ۳۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۴۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۴۴ تنه و، کندوز، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، کندهار، پکتیا، لغمان، پروان او کاپيسا ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۷۱۳۸۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال : یو زر او ۱۶۸ کورنۍ او شپږ زره او ۱۶۸ وګړي
لېږدول شوي کډوال : یو زر او ۱۷۱ کورنۍ او شپږ زر او ۵۰۴ وګړي
مرسته شوي کډوال : یو زر او ۲۲۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۶۵۷ عدده

