ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې پرون سې‌شنبه ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي. له دې جملې ۱۳ د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د مې میاشتې په وروستیو کې د غزې د بشري بنسټ له جوړېدو وروسته له دوه زره او ۱۰۰ ډېر فلسطینیان یوازې د مرستو په مرکزونو کې په نښه او شهیدان شوي دي.

د صهیونیستي یرغلګرو له پرله‌پسې بریدونو سره-سره په غزه کې لوږه او قحطي تر ټولو ناوړه کچې ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی، چې په غزه کې لوږه او قحطي تر ټولو ناوړه کچې ته رسېدلې، تلفات زیات شوي او په ټوله تړانګه کې خدمات له منځه تللي دي.

د غزې د روغتیا وزارت له قوله، تر پرون سې‌شنبې په ۲۴ ساعتونو کې درېیو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی. د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د ۱۱۷ ماشومانو په شمول ۳۰۳ فلسطینیان یوازې د لوږې له امله شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د نیولو په موخه پراخه پوځي عملیات پیل کړي، د سیمې ډېری برخه یې ویجاړه کړې او فلسطیني کورنۍ د تګ لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري؛ حال دا چې د صهیونیستي رژیم له لوري تحمیل شوې لوږه او قحطي په ټوله کلابنده غزه تړانګه کې خپره شوې او سخت بشري ناورین رامنځته شوی دی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې د اټکل له مخې، د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه پر غزه ښار د صهیونیستي عسکرو د یرغل له پيل راهیسې په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.