د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په نهمه نېټه د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له ترسره شویو کارونو د ستاینې ترڅنګ، دوی ته سپارښتنه وکړه، څو د کیفیت په پام کې نیولو سره د ژمي تر را رسېدو وړاندې د یادې مهمې لارې پاتې کارونه هم بشپړ کړي.
د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د سالنګونو لویې لارې کارونه دوام لري او ژمن دي، چې د روان کال لپاره پلان شوي کارونه به د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړ کړي.
د یادونې وړه ده، چې اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي، چې په ټوله کې د جنوبي سالنګ کارونه ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي.
په یادو بشپړو شویو ګالریو باندې په خورا لوړ کیفیت ۸۵ سانتي متره کانکریټ اچول شوی دی. په ورته وخت کې د شمالي سالنګ د بیارغونې کارونه هم په چټکۍ سره روان دی.

