د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر په سفر، دوغارون سرحد کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي، سوداګریزو، کاني او نفتي کمېټو د دوه اړخیزو غونډو په جوړېدو، ایران ته د پنبې او کاني توکو په صادراتو خبرې شوې دي.
دغه راز دې لیدنه کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان په لویو کانونو پانګونې ته لېواله دی.

