د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د هېواد په ځينو ولايتونو کې د تېرې شپې د نسبتاً زورورې زلزلې له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې له مرکز او نږدې ولايتونو څخه د مرستې رسولو ډلې زلزله ځپلو سيمو ته استول شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د خلکو د ژغورلو په موخه به له شته ټولو امکاناتو ګټه واخیستل شي.
تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د رېښتر په کچه ۶.۲ یوې نسبتاً زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه لړزولي، چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.

