له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، د هېواد په ختیځ زون کې د تېرې شپې زلزلې له امله یو شمېر هېوادوال شهیدان شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
دغې ادارې په خپره کړې اعلامیه کې د لوی رییس ملا نورالدین ترابي له قوله ویل شوي، چې د پېښې له امله د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.
ترابي زیاته کړې، د ادارې ولایتي کارکوونکي زیانمنو شویو کورنیو ته رسېدلي او بېړنۍ مرستې یې ورسره کړي دي.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به یو مجهز ټیم د اړینو توکو سره زلزله ځپلو سیمو ته واستول شي.

