ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بغلان د غوري سیمنټو د درېیمې کارخونې رغنیزې چارې د نږدې ۸۷ میلیونه دالرو په لګښت پیل شوې

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په نهمه نېټه په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو د درېیمې کارخونې د رغنیزو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر اخوند په هېواد کې دننه د سیمنټو تولید او په دې برخه کې ځان ‌بسیاینې ته د رسېدو لپاره د دې کارخونې پرانیستل مهم بللي او ویلي یې دي، صنعتي کېدل د هر هېواد د لویو اهدافو په سر کې قرار لري؛ هغه هېوادونه چې په بېلابېلو برخو کې تولیدي کارخونې لري، نه یوازې په کور دننه د هېوادوالو اړتیاوې پوره کوي؛ بلکې د اضافي تولید له امله صادرات هم کوي.

نوموړي زیاته کړې، تولیدي کارخونې د هېواد د ملي تولید او ملي عوایدو په لوړېدو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

ښاغلي برادر اخوند ویلي، د غوري سیمنټو د درېیمې کارخونې د تولید په پيل سره به د هېواد د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع او د سیمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي، ډېرو هېوادوالو ته به کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، افغانستان تر ډېره پر بهرنیو وارداتو متکي دی او د ملي بودیجې زیات رقم هم د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې له بهر واردېدونکي توکي له یوې خوا قیمته تمامیږي او له بلې خوا پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي.

د نوموړي په خبره، د هېواد په داخل کې د تولید دا ډول کارخونې کولی شي، چې په تدریجي ډول پر بهرنیو وارداتو د هېواد اتکا راکمه او د یو تولیدي افغانستان پر لور اساسي ګامونه واخیستل شي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د غوري سیمنټو د درېیمې کارخونې له مسوولینو غوښتي، څو د یادې کارخونې چارې له منل شویو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ بوځي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د غوري سیمنټو پر درېیمې کارخونې ۸۶.۸ میلیون ډالر لګښت راځي چې د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري بشپړې شي.

دغه‌راز یاد کارخونه به د دې درېیمې کارخونې د چارو په بشپړېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې د پینځه زره ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت پیدا کړي.