د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې.
د تسنیم خبري اژانس د خبر لهمخې، دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اعلان کړی، چې هېواد یې افغانستان ته د بېړنیو مرستو، درملنې او بشري مرستو د لېږلو په برخه کې هر ډول چمتووالی لري.
همدارنګه کابل کې د جاپان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې.
د دې سفارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې جاپان وضعیت څاري او د زلزله ځپلو ملاتړ ته چمتو دی.
کابل کې د ترکیې سفارت پر اېکس لیکلي، په دغه زلزله کې د ګڼ شمېر کسانو پر مرګ ژوبلې خواشیني دي.
سفارت زیاته کړې، چې قربانیانو ته رحمت او ټپیانو ته ژر تر ژره د روغتیا غوښتنه کوي او له افغان ولس سره خپله خواخوږي څرګندوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر په هېواد کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، هېواد یې له زلزلهځپلو سره مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر پر خپله ایکس پاڼه د دې پېښې د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د رېښتر په کچه ۶.۲ یوې نسبتاً زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه لړزولي، چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

