ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د زلزله‌ځپلو سره غمشریکي کړې

د هند بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جې‌شنکر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

 ښاغلي ډاکټر جې‌شنکر د تېرې شپې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په پار غمرازي شریکه کړې او د بېړنیو بشري مرستو چې پکې زر خیمې او ١٥ ټنه خوراکي توکي شامل دي، اسلامي امارت ته د تسلیمېدو خبر هم ورکړی دی.

 نوموړي ویلي، چې هېواد به يې د درملو او خواړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

دغه‌راز مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي جې‌شنکر څخه په دې لوی ناروین کې د غمشریکۍ،

خواږي او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې پر وخت به یې اړمنو ته ورسوي.

همدارنګه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

 ښاغلي ډار د افغانستان په ختیځو سیمو کې د تېرې شپې په زلزله کې د اوښتو زیانونو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي او په دې غم کې یې ور سره ځان شریک بللی دی.

 دغه راز مولوي امیرخان متقي په دې لوی ناروین کې د غمشریکۍ او خواخوږۍ له امله له ښاغلي اسحاق ډار څخه مننه کړې ده.