ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو کورنیو سره غمشریکي کړې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر خلیفه‌ سراج‌الدین حقاني سره ټلیفوني خبرې کړي.

کورنیو چارو وزارت وایي، په دې خبرو کې ښاغلي نقوي د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره غمشریکي کړې او د ټپیانو د درملنې او د بشري مرستو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

ورته مهال خلیفه سراج‌الدین حقاني د نوموړي له خواخوږۍ او مرستې ته د چمتووالي مننه کړې او ترڅنګ یې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د وروستیو سېلابونو زیانمنو شویو سره غمشریکي کړې ده.