د جاپان د بهرنیو چارو وزیر اېوايا تاکېشي د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي او غمشریکي کړې ده.
ښاغلي تاکېشي ویلي، چې جاپان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او دغه هېواد به په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه کېدو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.
همدارنګه د المان د بهرنیو چارو وزارت د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ژوره خواشینې ښودلې او له زلزلهځپلو سره یې د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ دوی ته تسلیت ویلی.
ورته مهال د سویس د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي کړې ده.
یاد وزارت ویلي، په کابل کې د خپل بشردوستانه دفتر له لارې له زلزلهځپلو سره مرسته کوي.
دغهراز د قطر بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو او اسلامي امارت سره هم خواخوږي ښودلې ده.

