د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې ته سفر وکړ.
په دې پلاوي کې د کرنیزو څېړنو د انسټیټیوټ لوی رییس مولوي نصرتالله طلحه، دکرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمدحسین خورشید احمد، د وزارت د مقام حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام او یو تخنیکي ټیم شامل دي.
کرنې وزارت وایي، د دې سفر موخه په ترکیه کې د کرنې له څېړنیزو مرکزونو او پروژو لیدنه او د دواړو هېوادونو د چارواکو او متخصصینو ترمنځ د کرنیزو څېړنو او پرمختیايي چارو په برخه کې د نظرونو تبادله ده.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه سفر کولای شي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخه کې لازیاتو همکاریو ته زمینه برابره کړي.

